عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له مَعْدَانَ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ الْيَعْمَرِي څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ازاد شوي غلام ثوبان سره مخ شوم، نو ورته مې وویل: په داسې یو عمل مې خبر کړه چې الله تعالی مې پرې جنت ته داخل کړي؟ یا وایي چې ومې ویل: هغه عمل چې الله تعالی ته ګران وي، نو چپ شو. بیا مې ترې پوښتنه وکړه، نو چپ شو، بیا مې ترې په دریم ځل پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: پدې اړه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً»
« الله تعالی ته ډېرې سجدې کوه، ځکه چې ته الله ته هره سجده کوې، الله تعالی دې پرې درجه لوړوي، او یوه ګناه درڅخه تویوي» معدان وویل: بیا له ابو الدرداء سره مخ شوم نو پوښتنه مې ترې وکړه، نو هغه خبره یې راته وکړه لکه څنګه چې ثوبان راته کړې وه.
Explanation
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتونکي ته وویل: په لمانځه کې زیاتې سجدې کوه، ځکه ته چې الله تعالی ته هره سجده کوې، نو الله دې پرې درجه لوړوي او یوه ګناه درته بښي.
Benefits
د صحابه کرامو د پوهې بیانول او دا چې هغوی پوه و چې جنت د الله تعالی له رحمت نه وروسته یوازې په عمل سره تر لاسه کیږي.
په لمانځه کې سجده د درجو د لوړېدو او د ګناهونو د بښلو له لاملونو څخه دی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

