ځانته خلک مخکې شول
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د مکې په لاره روان و چې د جمدان نومې غره سره تېرېده نو ویې فرمايل: «سِيرُوا هَذَا جُمْدَانُ، سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ» قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الذَّاكِرُونَ اللهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتُ».
« لاړ شئ دا جمدان دی، ځانته خلک مخکې شول» هغوی وویل چې: ځانته خلک څوک دي اې د الله رسوله! ویې فرمایل: هغه نارینه او ښځې چې الله تعالی ډېر یادوي».
Explanation
Benefits
د الله ذکر یوازې په ژبه، یا یوازې په زړه، یا په ژبه او زړه دواړو سره کیږي، او دا یې تر ټولو لوړه مرتبه ده.
د اذکارو له جملې څخه شرعي محدود اذکار هم دي لکه: د سبا او بېګا اذکار او هغه چې د فرض لمونځونو وروسته کیږي.
نووي رحمه الله فرمايي: پوه شه چې د ذکر فضيلت يوازې د الله تعالى په تسبيح، تهلیل، تحمید، تکبیر او داسې نورو کې نه دی، بلکې هر هغه څوک چې د الله تعالى په اطاعت سره عمل کوي، هغه د الله تعالى ذکر کوونکی دی.
د الله تعالی ذکر د استقامت یو له سترو اسبابو څخه دی الله تعالی فرمايي:(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) [الأنفال: 45] اې هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی (یعنې اې مؤمنانو!) کله چې تاسې د (ډښمن) له کومې ډلې سره مخامخ شئ (چې جنګ درسره کوي) نو ثابت قدم اوسئ (او مه ترې تښتئ) او الله ډېر یادوئ (په خوله او زړه) ښايې چې تاسې په مراد ورسیږئ ( د ذکر په برکت پر دښمن برلاسي شئ)
د ذکر کوونکو او جمدان غره تر منځه تشبیه لدې امله ده چې د جمدان غر له نورو غرونو جلا او ځانته دی؛ همدا رنګه د الله تعالی ذکر کوونکی هم دی. ځانته او جلا کس هغه چا ته ویل کیږي چې زړه او ژبه یې د الله ذکر ته ځانګړي کړي وي که څه هم دوی د خلکو تر منځه وي. او په یوازې والي کې سکون او د خلکو سره په زیاته ناسته پاسته کې ځورېږي، او کېدی شی د تشبیه لامل دا وي چې ذکر کول په ایمان د ثابت پاتې کېدو لامل ګرځي، لکه څنګه چې غرونه د ځمکې د ثبات لامل دي، یا دا چې د دنیا او آخرت ښېګڼو ته تر ټولو د مخکې رسېدلو معنا لري، ځکه مسافر به چې کله جُمدان غره ته ورسېدل نو دا به مکې ته درسېدو نښه وه، او څوک به چې ورته ورسېده نو هغه به له نورو مخکې و، همدا رنګه د الله تعالی ذکر کوونکی د الله په ذکر سره له نورو مخکې دی. والله اعلم.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

