ما له عایشې (رضي الله عنها) څخه وپوښتل: «ولې حایضه ښځه د روژې قضا راوړي او د لمانځه قضا نه راوړي؟
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
د معاذة (رضي الله عنها) نه روایت دی وایي: ما له عایشې (رضي الله عنها) څخه وپوښتل: «ولې حایضه ښځه د روژې قضا راوړي او د لمانځه قضا نه راوړي؟ هغې وویل: آیا ته له حروریانو څخه یې؟ ما وویل: «نه، زه له حروریانو څخه نه یم، خو پوښتنه کوم، وایي: موږ به حیض کېدو نو، د روژې د قضا راوړلو امر به راته کېده او د لمانځه د قضا راوړلو امر به راته نه کېده.
Explanation
Benefits
حروريه هغې قریې ته نسبت دی چې کوفې ته نږدې او نوم یې "حروراء" ده، دا د خوارجو یوه فرقه ده، د دوی ورته والی لدې امله دی چې دوی په دین کې ډېر سختګیر، زیاتې پوښتنې به یې کولې او متشدد وو.
ښوونکی زده کوونکو ته وضاحت ورکوي کله چې ترې غوښتنه وشي او لارښوونه کوي.
په نص (آیت او حدیث) سره ځواب ورکول غوره دي، ځکه چې عایشه رضی الله عنها هغې معنا ته اشاره نه ده کړې چې پوښتونکې یې پوښتنه کړې وه؛ ځکه چې په نص سره ځواب ورکول د اختلاف مخه نیسي.
د الله او د هغه د رسول ﷺ حکم ته غاړه اېښودل، که څه هم بنده یې حکمت ونه پېژني.
امام نووي وایي: د عایشې رضی الله عنها د وینا معنا دا ده چې د خوارجو یوه ډله پر حائضې ښځې د حیض په وخت کې د پاتې شوو لمونځونو قضا لازموي، حال دا چې دا د مسلمانانو د اجماع خلاف ده، او د عایشې رضي الله عنها دا پوښتنه د انکار په معنا وه، یعنې دا د حروریه وو او خوارجو لاره ده او ناسمه لار ده.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

