د الله تعالی دا قول (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) او ويې ویل (خپلو خلکو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر. ابن عباس - رضي الله عنهما -فرمایلي : دا د نوح له قوم څخه د نیکانو سړیو نومونه دي.
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
ابن عباس - رضي الله عنهما - د الله تعالی د دې قول اړوند : (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) فرمایي: دا د نو ح - علیه السلام - له قوم څخه د نیکانو سړیو نومونه دي، کله چې هغوی وفات شول، شیطان یې قومونو ته په فکر کې وروغورځوله چې خپلو مجلسونو او د ناستې په ځایونو کې بتان نصب کړئ او د دوی په نومونو یې ونوموئ، نو دوی دا کار وکړ، خو عبادت یې ونه شو، تر دې چې هغوی مړ شول، علم له منځه لاړه او د - همغو - بتانو عبادت وشو.
Explanation
Benefits
له انځور اخستلو، او ځړولو څخه ممانعت، په ځانګړې توګه د لویو خلکو انځورونه.
د شیطان د چل (مکر) او د هغه د باطل وړاندې کولو څخه بیریدل د حق په شکل کې.
له بدعتونو او په دین کې له نوو کارونو پیداکولو څخه ویرول، اګر که د تر سره کوونکي نیت ښه وي.
انځور د شرک له وسیلو څخه دی، نو د ساکښانو له انځورونو څخه ځان وساتئ.
د علم د شتون د ارزښت پېژندنه او د له منځه تللو ضرر.
د علم د ورکیدو لامل د علماوو مړینه ده.
له تقلید څخه ځان ساتنه، او انجام کیدای شي خلک له اسلام څخه وباسي.
په مخکنیو امتونو کې د شرک شتون.
دا پنځه ګوني یاد شوي نومونه د نوح د قوم له معبودانو څخه وو.
د باطل لپاره د باطل د خاوندانو یو له بل سره د پیوستون او مرستی بیان.
په عمومي توګه کافرانو ته د ښیرا (بددعایۍ) کولو جواز
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

