ایا نه به یې حرامول هغه څه چې الله به حلال کړي و او تاسو به بیا هغه حرام ګڼل، او حلالول به یې هغه څه چې الله به حرام کړي و او تاسو به حلال ګڼل؟ نو ما وویل: هو خبره همداسې وه : ویې وییل: همدا یې عبادت دی.
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عدي بن حاتم - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې هغه له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه واوریدل چې دا آیت یې لوسته: "اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ" 9-31 دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر واکداران د حل او د حرمت نیولي دي او د مریم زوى مسیح (يې هم) معبود نیولای، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي. - وایي - نو ما ورته وویل: مونږ د هغوی عبادت نه کوو، ویې ویل: آیا هغوی نه حراموي هغه څه چې الله حلال کړي دي، او بیا یې تاحرام ګڼئ، او حلالوي هغه څه چې الله حرام کړي دي او بیا یې تاسو حلال ګڼئ؟ نو ما وویل: هو : ویې وییل: همدا یې عبادت دی.
Explanation
Benefits
حلالول او حرامول د الله - تعالی - حق دی.
د شرک د یو ډول بیان؛ چې هغه د اطاعت شرک دی.
د ناپوهانو د پوهاوی مشروعیت.
د عبادت معنی پراخه ده او هر هغه څه شاملیږي چې الله خوښوي او پرې راضي کیږي له ظاهري او باطني کړنو او ویناوو څخه.
د احبارو (یهودي عالمانو )او راهبانو ( مسیحي عابدانو) د ګمراهۍ بیان.
د یهودانو او نصاراو د شرک اثبات
د پېغمبرانو د دين اصل يو دى، او هغه توحيد دى.
د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت کول د هغه عبادت دی.
د پټو احکامو په اړه له علماوو څخه وضاحت غوښتل واجب دي.
زده کړې ته د صحابه کرامو لیوالتیا.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

