HadeethEnc · 1.46.0
لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ، شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ، شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ، حَتَّى لَوْ دَخَلُوا فِي جُحْرِ ضَبٍّ لَاتَّبَعْتُمُوهُمْ» قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ آلْيَهُودَ وَالنَّصَارَى؟ قَالَ: «فَمَنْ؟».
"یقینا چې تاسو به لوېشت په لوېشت، ذراع په ذراع د هغه کسانو طریقې تعقیب کړئ چې له تاسو څخه مخکې وو، تر دې که دوی د سمسارې سوړي ته ننوځي نو تاسو به ورپسې شئ" مونږ وویل: اې د الله رسوله! آیا یهود او نصارا؟ هغه وویل: نو څوک؟!
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلې زمانې څخه وروسته د هغو امتیانو د حال په اړه خبر ورکوي، چې په عقایدو، افعالو، عادتونو، او رواجونو کې به د یهودو او نصاراوو د لارې لوېشت په لوېشت او ذراع په ذراع کلکه پیروي کوي، تر دې چې که هغوی د سمسارې سوړي ته ننوځي نو دوی به ورپسې شاته ننوځي.
03
Benefits
دا د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه یوه ده چې د دې پېښې په اړه یې له پېښېدو وړاندې خبر ورکړی و، نو همغسي وشول لکه څرنګه یې چې ویلي وو.
د کفارو له تقليد څخه د مسلمانانو منع کول، برابره خبره ده که د هغوی په عقايدو، عبادتو، اخترونو او یا ځانګړو لباسونو کې وي.
په حسي مثالونو سره د معنوي شیانو تشریح کول په اسلام کې د ښوونې له میتودونو څخه دی.
سمساره: هغه حیوان دی چې په تپه تیاره سوړه کې اوسیږي او بد بوی لري، دا یو ښځنده ډوله حیوان دی چې په دښتو کې ډېر وي او په ځانګړې توګه یې د سمسارې سوړه له دې امله یاده کړه چې ډېره تنګه او خرابه وي، سره له دې بیا هم دوی د هغوی د نښانو او لارو پیروي کوي- تر دې چې که دوی د دې په څېر تنګ او ناوړه ځای ته ننوځي، نو دوی به ورسره شي! الله دې مرسته وکړي.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares