HadeethEnc · 1.46.0
فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوهریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د مبارک دین پنځه ځانګړنې او د پيغمبرانو سنتونه (طریقې) بیان کړي دي:
د نر د تناسلي آلې د پاسه د اضافي پوستکي پرې کول، او د ښځینه و لپاره د شرمګاه د پوستکي د سر پرې کول چې د دخول د ځای د پاسه دی.
او دویم یې: د نوم د لاندې برخې د وېښتانو لرې کول دي، کوم چې د مخکنۍ شرمګاه شاوخواشاته دي.
او دریم یې : د برېتونو لنډول دي، چې نارینه د پاسنۍ شونډې د پاسه د وېښتانو له لرې کولو څخه عبارت دی، تر څو شونډه ښکاره شي.
څلورم یې د نوکانو لنډول دي.
او پنځم یې: د تخرګ د وېښتانو وېستل دي.

03
Benefits
د پيغمبرانو خویونه - چې الله جل جلاله یې خوښوي، پرې خوشحالیږي او امر پرې کوي - د بشپړتیا، پاکوالي او ښکلا لوري ته بلنه ورکوي.
د دې شیانو پر ځان د لازمولو مشروعیت، او غفلت ترې نه کول.
دا خویونه دیني او دنیوي ګټې لري چې له جملې څخه یې: ظاهري ښکلا، د بدن پاکوالی، د پاکوالي لپاره احتياط، له کفارو سره مخالفت او د الله تعالی د حکم اطاعت.
په نورو حدیثونو کې لدې پنځو څخه ډېر د فطرت خویونه ښودل شوي دي، لکه: ږیره پرېښودل، مسواک وهل او داسې نور.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares