HadeethEnc · 1.46.0
یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې انسان په خپلو اخلاقو او عاداتو کې له خپل مخلص دوست او ملګري سره مشابهت لري او دوستي په اخلاقو، سلوک او کړنو باندې تاثیر لري، لدې امله یې د دوست د ښه انتخاب لپاره لارښوونه وکړه، ځکه چې دا د هغه ملګري ته د ایمان، هدایت او نیکۍ لارښوونه کوي، او د ملګري لپاره د خیر په کارونو کې مرستندوی وي.
03
Benefits
د ښو خلکو په ملګرتیا امر کول او هغوی غوره کول او د بدو خلکو له ملګرتیا څخه ممانعت.
له ملګري څخه یې ځانګړې یادونه وکړه او خپلوان یې یاد نه کړ، ځکه چې ملګری ته انتخابوې او ورور او خپلوان هغه څوک دي چې ته یې د انتخابولو اختیار نه لرې.
ملګرتیا باید د تفکر له مخې وشي.
انسان د مؤمنانو په ملګرتيا خپل دين قوي کوي او د فاسقانو په ملګرتيا یې کمزوری کوي.

Attribution
[ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares