HadeethEnc · 1.46.0
که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د جمعې په خطبه کې د ګډون کوونکو لپاره له فرضي آدابو څخه: د خطبې اورېدل دي؛ تر څو په نصیحتونو کې غور وکړي، او دا چې چا خبرې وکړې - که څه هم لږې وي - پداسې حال کې چې امام خطبه وایي، او بل چا ته ووایي چې : "چپ شه" او یا "غوږ شه" نو د جمعې د لمانځه فضیلت یې له لاسه ورکړ.
03
Benefits
د خطبې اورېدلو پر مهال د خبرو حراموالی، که څه هم له منکر څخه منع کول، سلام ته ځواب وییل او یا هم پرنجي کوونکي ته ځواب ورکول وي.
لدې هغه څوک مستثنا دی چې امام سره خبرې وکړي او یا امام ورسره خبرې وکړي.
د ضرورت پر مهال د دو خطبو تر منځ خبرې کول روا دي.
کله چې امام خطبه وایي او د نبی علیه السلام د نوم یادونه وشي نو په پټه به پرې درود وایې، او همدا رنګه د دعا پر مهال امین وییل.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares