HadeethEnc · 1.46.0
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم چې هغه د خلکو یو ډېران ته ورغی او په ولاړه یې ادرار وکړې،
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم چې هغه د خلکو یو ډېران ته ورغی او په ولاړه یې ادرار وکړې، زه څنګ ته شوم، راته یې وویل: «رانږدې شه» نو ورنږدې شوم تر دې چې د اوږو سره یې ودرېدم، نو اودس یې وکړ او په موزو یې مسحه وکړه.
02
Explanation
حذیفة بن الیمان رضي الله عنه روایت کوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره و، هغه صلی الله علیه وسلم غوښتل چې ادرار وکړي، نو د حاجت رفع کولو لپاره د خلکو یو کنډر ته ننوت، کوم ځای کې چې خلک د کورونو له جارو کولو وروسته خاورې او خځلې غورځوي (ډېران)، نو په ولاړه یې متیازې وکړې؛ په داسې حال کې چې معمولا به یې په ناسته کولې.
نو حذیفه رضی الله عنه ترې لرې شو، هغه صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نږدې شه، نو حذیفه ورنږدې شو، تر دې چې شاته یې د پښو وروستۍ برخې (پوندو) سره ودرېد؛ چې د لېدلو په وړاندې یې پرده شي او په هغه حالت کې ورته ونه ګوري.
بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم اودس وكړ او د پښو مينځلو پر مهال یې موزې ونه ویستې او مسح یې پرې وکړه - هغه موزې چې پښو ته اغوستل کیږي او له نرۍ څرمنې او داسې نورو څخه جوړېږي او ښنګري پټوي.

03
Benefits
پر موزو د مسحې کولو مشروعیت.
په ولاړه متیازې کول پدې شرط روا دي چې څه شی ترې وروا نه لوځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډېران غورځولو ځای لدې امله غوره کړ چې هلته ښځلې غورځیږي نو معمولا نرم وي او د متیازو کولو پر مهال سړي ته متیازې نه ور الوځي.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares