HadeethEnc · 1.46.0
ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله.
02
Explanation
عائشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خندا کې دومره مبالغه نه کوله چې د ستونې پورتنۍ غوښه یې ښکاره شي، هغه چې په ستونې کې له پاسه راځوړنده وي، بلکې مسکا به یې کوله.
03
Benefits
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خوشحاله شو او یا به یې یو شی خوښ شو نو د مسکا په ډول به یې خندا کوله.
ابن حجر فرمایي: هېڅکله مې په خندا کې ډوب نه دی لیدلی چې بشپړه خندا وکړي.
زیاته خندا او په لوړ اواز په خټ خټ خندل د نېکانو خلکو صفت نه دی.
ډېره خندا د ملګرو تر منځه د انسان هیبت او وقار له منځه وړي.
ابن حجر فرمایي: هېڅکله مې په خندا کې ډوب نه دی لیدلی چې بشپړه خندا وکړي.
زیاته خندا او په لوړ اواز په خټ خټ خندل د نېکانو خلکو صفت نه دی.
ډېره خندا د ملګرو تر منځه د انسان هیبت او وقار له منځه وړي.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

