HadeethEnc · 1.46.0
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر بل څڼور انسان نه دی ليدلی چې په سره جوړه کې د الله جل جلاله له رسول ﷺ څخه ښايسته وي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له البراء رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر بل څڼور انسان نه دی ليدلی چې په سره جوړه کې د الله جل جلاله له رسول ﷺ څخه ښايسته وي وېښتان یې په اوږو لګېدل، د دواړو اوږو ترمنځ واټن يې پراخ و، نه ډېر دنګ او نه ډېر ټيټ و.
02
Explanation
البراء بن عازب رضی الله عنه وايي چې هېڅکله یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر څوک نه دی لیدلی چې د سرو لیکو په ازار او څادر کې د هغه په څېر ښایسته وي، د هغه له پېدایشي صفتونو څخه یو دا و چې د اوږو تر منځه واټن یې پراخ و، سینه یې هم پراخه وه او منځمهالې ونه یې درلوده چې؛ نه اوږد و او نه لنډ.
03
Benefits
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو ښکلو ځانګړتیاوو بیان، لکه ښکلي وېښتان، پراخه سینه، ښایسته قد او داسې نور.
نبي صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو مینه او محبت، تر دې چې وروستیو خلکو ته یې د هغه اخلاقي ځانګړتیاوې او صفات بیان کړي دي.
نبي صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو مینه او محبت، تر دې چې وروستیو خلکو ته یې د هغه اخلاقي ځانګړتیاوې او صفات بیان کړي دي.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

