دا څاروي د وحشي ځناورو په څېر طبیعت لري، نو هغه څه چې تاسو یې د ماتولو توان نه لرئ، دا کار ورسره وکړئ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له رافع بن خدیج رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د ذوالحلیفه په سیمه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې خلک وږې شول، نو دوی اوښان او پسونه په غنېمت کې ونیول، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو تر شا وو، نو دوی په بیړه حلال کړل او دیګونه یې باندې کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې دېګونه واړول شي، بیا یې له سره وېش وکړ، نو لس پسونه یې د یو اوښ سره مساوي کړل، یو اوښ له دوی څخه وتښتېد، نو دوی ورپسې شول تر دې چې ستړي شول، دا په داسې حال کې چې دوی سره لږ شمېر آسونه وو، نو له دوی څخه یو سړي غشی وار کړ، تر دې چې الله تعالی پرې را اېسار کړ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا څاروي د وحشي ځناورو په څېر طبیعت لري، نو هغه څه چې تاسو یې د ماتولو توان نه لرئ، دا کار ورسره وکړئ»، بیا رافع وویل: "سبا ویره شته چې د دښمن سره مخ شو، حال دا چې چاقوګان نه لرو ، نو آیا کولی شو په دورمو حلاله وکړو؟" هغه وفرمایل: "هر هغه څه وخورئ چې د حلالې په پایله کې یې وینه بهېدلي وي او د الله تعالی نوم پرې یاد شوی وي، پرته له غاښونو او نوکانو څخه چې زه به تاسو ته د هغې شیانو په اړه خبر درکړم: ځکه غاښونه هډوکی دی، او نوکان د حبشیانو د حلالې توکي دي".
Explanation
Benefits
پدې کې د امام له خوا د خپل رعیت او لښکر لارې ته راوستل او تادیب دی، ځکه نو هغه صلی الله علیه وسلم د هغوی د بیړي او خپلسرۍ له امله مجازات کړل او له هغه څه یې محروم کړل چې غوښتل یې.
د صحابه کرامو له خوا په بیړه د هغه صلی الله علیه وسلم د اوامرو پر ځای کول.
له وېش وړاندې له غنېمت څخه د اخېستلو ممانعت.
عدالت کول، په ځانګړې توګه د دښمنانو او کافرانو پر وړاندې د جهاد په خاوره کې، د دښمنانو پر وړاندې د بریالیتوب له لاملونو څخه یو دی.
نووي ویلي: که چېرې د انسان پر وړاندې اوښ، غوا، اس، پسه یا بل څاروی وحشي شي او ترې وتښتي، نو حکم یې د ښکار په څېر دی او په ويشتلو حلالېږي.
د دې لپاره چې د څاروي د غوښې خوړل حلال وګرځي نو حلالول یې واجب دي او د څاروي لپاره شرط دا دی چې: ۱ - خوړل یې روا وي، ۲ - پرې برلاسی وي، هغه چې پرې برلاسی نه وي، حکم یې د ښکار دی، ۳ - د وچې حیوان وي، ځکه د بحري حیوان لپاره حلالول شرط نه دي.
د حلالې د صحت شرطونه: ۱ - د حلالوونکي انسان اهلیت چې باید عاقل وي، د تمیز خاوند وي، مسلمان او یا کتابي وي، ۲ - د حلالې په پېل کې د الله نوم یاد کړي، ۳ - چاړه یا چاقو د حلالې لپاره برابر وي، یعنې تېره وي، باک نه لري که له هرې مادي څخه وي پرته له غاښ او نوک څخه، ۴ - چې حلاله په ټاکل شوې ځای کې وشي، هغه حیوان چې انسان پرې برلاسی وي نو باید د مرۍ، ستوني او شارګونو په پرېکولو سره حلال شي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

