افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#11231[صحيح دی]
HadeethEnc · 1.46.0

که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، نو که چېرته یې پنځه رکعته کړي وو نو سجدې به یې ورته لمونځ جفت کړي، او که چېرته یې د څلورو د پوره کولو لپاره کړې وي نو د شیطان د رټلو لپاره به وي.
02

Explanation

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که یو لمونځ کوونکی په لمانځه کې شکي شي او نه پوهېږي چې څو رکعته یې کړي دي؛ درې که څلور؟ نو مشکوک عدد دې له ذهن نه وباسي او اعتبار دې نه ورکوي او هغه څه چې په اړه یې یقیني دی هغه درې رکعته دي، نو څلورم رکعت دې وکړي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي.

که کړي رکعتونه یې په ریښتیا څلور وي؛ نو له اضافي رکعت سره به پنځه شي او د سهوې لپاره دوه سجدې به یې د بل رکعت په بدل کې شي، نو د رکعتونو شمېر به یې جفت شي نه تاق، او که چېرته یې د اضافي رکعت سره د رکعتونو شمېر څلور و؛ نو خپل لمونځ به یې پوره کړی وي، نه به زیات وي او نه کم.

او د سهوې دوه سجدې به د شیطان د رټلو او سپکولو په موخه شوي وي، او د دې لپاره چې هغه ذلیل شي او خپل مراد ته ونه رسیږي؛ ځکه چې لمونځ یې پرې ګډوډ کړی و، او د لمانځه د فاسدېدو لپاره ورته راښکاره شوی و، نو د بني آدم لمونځ الله تعالی ته په سجدې کولو سره پوره شو، هغه سجده چې ابلیس یې په نه کولو سره ګناهکار شوی و، کله یې چې آدم علیه السلام ته په سجدې نه کولو د الله تعالی نافرماني وکړه.
03

Benefits

لمونځ کوونکي چې کله په خپل لمانځه کې شک درلوده او ډاډه نه و چې څو رکعته یې کړي دي، نو شک دې وغورځوي او په عمل دې یقین وکړي چې هغه لږ عدد دی، نو لمونځ به یې پوره شي او د سهوې لپاره به له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، بیا به سلام وګرځوي.
په دې دوو سجدو سره لمونځ جبرانیږي، شیطان پرې رټل کیږي، په داسې حال کې چې ذلیل او سپک به وي او خپل مراد ته به نه وي رسېدلی.
کوم شک چې په حدیث کې دی، هغه شک دی چې انسان په کې متردد وي او له هېڅ عدد څخه ډاډمن نه وي، نو کله چې غالب ګمان پیدا شو او زړه ډاډه شو نو عمل دې پرې وکړي.
د وسوسو په وړاندې مبارزې ته هڅول او د شریعت امر ته په غاړې اېښودلو سره یې له منځه وړل.

Attribution

[مسلم روايت کړی دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...