HadeethEnc · 1.46.0
لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ». "زما اصحابو ته کنځلې مه کوئ، ځکه که ستاسو څخه یو څوک د احد (د غره) په اندازه سره زر خیرات کړي، نو د هغه د یوې یا نیمې لپې په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ».
"زما اصحابو ته کنځلې مه کوئ، ځکه که ستاسو څخه یو څوک د احد (د غره) په اندازه سره زر خیرات کړي، نو د هغه د یوې یا نیمې لپې په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي".
02
Explanation
رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو او په تېره بيا مخکښو مهاجرينو او انصارو ته له کنځلو کولو منعه کړې ده؛ او فرمایلي یې دي چې که یو څوک د احد د غره په اندازه سره زر خیرات کړي نو په ثواب کې به د صحابه کرامو د یوې یا نیمې لپې خیرات ته هم ونه رسیږي، د لپې څخه مراد د برابر سړي دواړه لاسونه دي چې (سره یو ځای یې کړي او) ډک یې کړي؛ دا د هغوی د زیات اخلاص، پاکو نیتونو او په خیرات کولو کې د مخکښۍ او جګړې له امله او دا چې هغوی د مکې له فتحې څخه وړاندې په سختو شیبو کې وو او خپله یې اړتیا زیاته وه.
03
Benefits
صحابه کرامو رضي الله عنهم ته کنځلې کول حرام او د لویو ګناهونو څخه دي.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

