HadeethEnc · 1.46.0
په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما بواسیر درلودل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې وییل: "په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې په لمانځه کې اصل ودرېدل دي، مګر دا چې ودرېدلی نشي نو بیا به په ناسته لمونځ کوي، او که په ناسته یې نشو کولای نو کولی شي چې په څنګ لمونځ وکړي.
03
Benefits
تر څو چې عقل پر ځای وي لمونځ نه ساقطیږي، نو د وسې سره سم به له یو حالت څخه بل ته انتقالیږي.
د اسلام لحاظ او اسانتیا چې بنده د خپلې وسې مطابق عبادت کوي.
د اسلام لحاظ او اسانتیا چې بنده د خپلې وسې مطابق عبادت کوي.
Attribution
[بخاري روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

