HadeethEnc · 1.46.0
له تاسو څخه دې هېڅوک په یوه جامه کې لمونځ نه کوي چې په اوږو یې هېڅ شی نه وي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "له تاسو څخه دې هېڅوک په یوه جامه کې لمونځ نه کوي چې په اوږو یې هېڅ شی نه وي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څوک لدې کار څخه منع کړی چې په یوه جامه کې لمونځ کوي او د اوږو او غاړې تر منځ ځای یې لوڅ وي او هېڅ شی یې پرې نه وي اچولی چې اوږې یې پټې کړي؛ که څه هم اوږې عورت نه دی، خو پټول یې د عورت د پټولو لپاره اړین دي او پدې سره الله تعالی ته په ښه توګه درناوی او تعظیم کېږي؛ کله چې بنده د هغه پر وړاندې ودرېږي.
03
Benefits
په یوه جامه کې لمونځ کول هغه وخت روا دي چې هغه ځایونه یې پټ کړي وي چې پټول یې اړین دي.
په دوو جامو کې د لمانځه جواز، چې یوه یې پورته بدن پټ کړي او بله یې لاندې.
لمونځ کوونکي ته مستحب دي چې ښایسته مظهر ولري.
په لمانځه کې د یوې یا دواړو اوږو پټول واجب دي، که چېرته دا کار ممکن و، او داسې هم ویل شوي چې دا نهي د تنزیه لپاره ده (یعنې ښه کار ندی چې لوڅې اوږې لمونځ وشي)
حدیث پدې دلیل دی چې صحابه وو په لاس کې لږ څه درلودل، تر دې چې ځینو یې دوه جامې هم نه درلودې.
نووي د دې حدیث په معنا کې ویلي: پدې کې حکمت دا دی چې کله یې ترې ازار وتاړه او په اوږو یې څه شی نه و نو لرې نه ده چې عورت یې لوڅ شي، خو که داسې وکړي چې یوه برخه یې ازار او پر بله یې اوږې پټې کړي ښه ده، بله دا چې کېدی شي اړتیا پيدا کړي چې په یو یا دواړو لاسونو یې ټینګ ونیسي نو په دې سره به په لمانځه کې مشغول شي، او د سینې لاندې ښی لاس پر چپ لاس د اېښودلو سنت به ترې پاتې شي او په هغو ځایونو کې د لاسونو پورته کول به ترې هم پاتې شي چې پورته کول یې روا دي او داسې نور، ځکه پدې کار سره د بدن پورته برخه او د زینت ځای لوڅ پاتې کېږي، حال دا چې الله تعالی فرمایلي: { خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ } [الأعراف: 31] یعنې: «د هر عبادت په وخت كښې په خپله ښكلا سينګار اوسئ».

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares