هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې: معاذ رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو ورته یې وویل: «اې معاذ بن جبل» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! هغه وفرمایل: «اې معاذه» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! درې ځلې، ویې فرمایل: " هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي»، هغه وویل: اې د الله جل جلاله رسوله آیا پدې سره خلکو ته خبر ورنکړم تر څو یو بل ته زیری ورکړي؟ هغه وفرمایل: بیا به هغوی په همدې تکیه وکړي او عمل کول به پریږدي، بیا معاذ خلکو ته د مړیني پر مهال خبر ورکړ تر څو د علم په کتمان سره ګناهکار نشي.
Explanation
او معاذ رضي الله عنه به په هر ځل ځواب ورکاوه چې (لبیک یا رسول الله و سعدیک) یعنې اې د الله رسوله ستاسو بلنه مې په پرلپسې توګه منلې ده، او ستاسو په بلنه خوښ یم.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هېڅوک داسې نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې دروغ پکې نه وي چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته، او دا چې محمد د الله رسول دی، نو که چېرته پدې حالت کې مړ شو، الله تعالی به یې په اور حرام کړي.
نو معاذ رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته پدې خبره خبر ورکړي تر څو خوشحاله شي او زیری پرې ورکړي؟.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېرېد چې هسې نه خلک په همدې خبرې تکیه وکړي نو عملونه به یې کم شي.
نو معاذ هېچاته ونه وییل مګر د مرګ د رارسېدو پر مهال؛ تر څو د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.
Benefits
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښوونې میتود، چې پرلپسې یې ورغږ کړ تر څو د معاذ پام هغه څه ته زیات راواړوي چې وروسته یې ورته وایي.
پدې ګواهي ورکول چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی شرطونه لري؛ یو یې دا دی چې ویونکی به یې ریښتینی او باوري وي، دروغ به نه وایي او شک به هم پکې نه کوي.
موحدین د تل لپاره په اور کې نه پاتې کیږي، او که چېرته د ګناهونو له امله اور ته ننوځي، له پاکېدو وروسته ترې بېرته راوځي.
د دوو ګواهیانو فضیلت چې څوک یې په رښتیا سره ووایي.
کله چې له یوې خبرې څخه فساد جوړیږي نو په ځینو حالاتو کې یې پرېښودل جایز دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

