دا زما څپلۍ واخله او د دې باغ تر شا چې هر چا سره مخ شوې او پدې خبره یې د زړه د باور له مخې ګواهي ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته، نو په جنت زیری ورکړه
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا ناست وو، زموږ سره ابو بکر او عمر هم وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ له منځه پورته شو او ډېر ځنډ یې وکړ، موږ اندېښمن شو چې شاید راڅخه جلا شي او موږ پرېږدي، موږ ووېرېدو او پدې اړه اندېښمن شو، زه لومړی کس وم چې اندېښمن شوم، نو پورته شوم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې مې لټه پیل کړه تر څو یې پیدا کړم، تر دې چې د انصارو د بني نجار د خلکو یو باغ ته راغلم، نو چارچاپېره ترې وګرځېدم خو دروازه مې ونه موندله، تر دې چې یو لښتی مې وموند چې د باندې له یوې څا څخه د دېوال له لارې دننه تللی و، نو زه ترې داخل ته ننوتم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، هغه پوښتنه وکړه: "ابو هریره څه خبره ده؟" ما وویل: "اې د الله رسوله! تاسو زموږ په منځ کې وئ، بیا پاڅېدئ او ځنډ مو وکړ، موږ ووېرېدو چې هسې نه راڅخه جلا شې، نو اندېښنه راسره پېدا شوه، او زه لومړی کس وم چې اندېښمن شوم تر دې چې دې چارېدوالۍ ته راغلم نو لکه د ګېدړ په څېر په کښېدو راننوتم، او نور خلک مې تر شا دي، هغه وویل: " اې ابو هریره!" او خپلې څپلۍ یې راکړې او ویې ویل:" دا زما څپلۍ واخله او د دې باغ تر شا چې هر چا سره مخ شوې او پدې خبره یې د زړه د باور له مخې ګواهي ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته، نو په جنت زیری ورکړه»، د دې سره عمر د دواړو سینو په منځ کې ووهلم، تر دې چې مخ په شا ولوېدم او ویې ویل: وګرځه اې ابو هریره، نو بېرته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروګرځېدم، او په ژړا شوم، عمر راپسې شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څه خبره ده اې ابوهریره؟» ما وویل: د عمر سره مخ شوم، نو په هغه څه مې خبر کړ چې تا یې له امله لېږلی وم، هغه د سینې په منځ کې داسې ووهلم چې شاته ولوېدم، ویې ویل: وګرځه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "اې عمره! څه شي اړباسلې چې داسې دې وکړل؟" عمر ځواب ورکړ: "اې د الله رسوله! زما مور او پلار دې تر تا قربان شي، آیا تاسو ابو هریره لدې څپلیو سره رالېږلی و، ترڅو هر هغه چاته په جنت زېری ورکړي چې پدې خبره ګواهي ورکوي چې له الله پرته بل حق معبود نشته، او پدې خبره یې د زړه له تله باور وي؟" رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: "هو"، بیا عمر وویل: "نو داسې مه کوه، ځکه زه وېره لرم چې خلک به په دې تکیه وکړي، پرېږده چې خلک عمل وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "نو پرې یې ږده».
Explanation
Benefits
په ښه خبر سره د زېري ورکولو مشروعیت.
ایمان له قول، عمل او عقیدې څخه عبارت دی.
قاضي عیاض او نورو ویلي: د عمر رضي الله عنه کړنه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ورګرځېدل پر هغه د اعتراض او د هغه د امر د ردولو په موخه نه و؛ ځکه هغه څه چې ابو هریره رضی الله عنه یې ورسره لېږلی وو، د امت زړونو ته د تسلیت ورکولو او هغوی ته د ښه زېري ورکولو پرته بل څه نه وو، خو عمر رضی الله عنه ولیدل چې د دې خبرې پټول د هغوی لپاره غوره ده او احتمال لري چې دوی پر دې له تکیه کولو څخه منع کړي، او دا د دوی لپاره د دې بشارت د بېړني اعلان په پرتله ډېر ګټور و، نو کله چې هغه دا خبره پیغمبر صلی الله عليه وسلم ته وړاندې کړ، تایید یې کړ.
نووي وايي: په دې حدیث کې دې خبرې ته اشاره ده چې که امام یا مشر یو څه لازم وویني خو د هغه ځینې پیروان یې د هغه برعکس وویني، نو مشر ته په کار دی چې نورو پيروانو ته یې وړاندې کړي ترڅو یې په اړه نظر ورکړي، که ورته جوته شوه چې د پیروانو نظر یا وینا سمه ده نو باید بېرته له خپلې نظرېې څخه وګرځي او هغه چاته ځواب ورکړي چې شک ورسره پیدا شوی دی.
د هغو علومو د خپرولو ممانعت چې د مصلحت او یا د فساد د وېرې له امله یې خپرولو ته اړتیا نه وي.
موحدینو ته لوی زیری او دا چې څوک په داسې حال کې مړ شو چې د زړه له تله یې ګواهي ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته، نو هغه جنتي دی.
د عمر رضي الله عنه ځواکمنتیا، حکمت او پراخه پوهه.
نووي ويلي: په حدیث کې د بل چا ملکیت ته د هغه له اجازې پرته د داخلېدو مشروعیت دی چې پوه شي هغه پرې نه خفه کېږي، د هغه محبت له مخې چې خپلو کې یې سره لري او یا بل څه.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

