هېڅوک باید له درې لوټو نه په کمو ځان وچ نه کړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له سلمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: مشرکینو مونږ ته وویل چې: زه ستاسې ملګری وینم چې تاسو ته حتی د قضای حاجت زده کړه درکوي، هغه وویل: هو همداسې ده هغه موږ منع کړي یو چې زمونږ څخه دې یو تن په ښي لاس استنجا وکړي، یا دا چې د حاجت پر مهال قبلې ته مخ کړي، او لدې یې منع کړې چې یو څوک ځان په خوشایي او هډوکي پاک کړي او فرمایلي یې دي چې: «هېڅوک باید له درې لوټو نه په کمو ځان وچ نه کړي».
Explanation
Benefits
د حاجت رفع کولو او استنجاء د ځینې آدابو بیان.
دقضای حاجت پرمهال قبلې لور ته کښېناستل حرام دي؛ دلیل یې حدیث دی چې وایي: (نهانا) یعنې موږ یې منع کړي یو، او نهي په اصل کې د تحریم لپاره وي.
ښي لاس ته د درناوي په موخه په ښي لاس له استنجاء یا ځان وچونې ممانعت.
پر چپ لاس د ښي لاس غوره والی؛ ځکه چې چپ لاس د ناپاکیو او کثافاتو د پاکولو لپاره کارول کېږي، او ښی لاس د نورو کارونو لپاره دی.
په اوبو او یا کاڼو سره د ناپاکۍ لرې کول واجب دي، برابره خبره ده که ناپاکي لږه وي او یا ډېره.
له دریو څخه په کمو کاڼو د اودس وچونې ممانعت؛ ځکه غالبا له دریو څخه لږ کاڼي نجاست نه پاکوي.
هر هغه څه چې مطلوب پاکوالی پرې رامنځته کېږي کارول یې روا دي، په ځانګړې توګه یې د کاڼو یادونه ځکه وکړه چې غالبا یې خلک کاروي او هغه څه چې د معمول په توګه کارول کېږي (د یو ډول تخصیص) پکې مفهوم نه لري.
په تاق شمېر اودس وچول مستحب دي، نو کله چې په څلورو پاکوالی رامنځته شي ورته روا دي چې پنځمه هم وکاروي او همداسې نور؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي: (څوک چې اودس ماتی کوي نو په تاق شمېر دې وکړي).
په خوشایي سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې یا خو ناپاک دي او یا دا چې د جنیاتو د څارویو خواړه دي.
په هډوکو سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې یا خو ناپاک دي او یا دا چې په خپله د پېریانو خواړه دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

