کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت د رفع کولو له ځای څخه راووت نو: «غُفْرَانَكَ» به یې ویل، یعنې اې ربه ماته بخښنه وکړه
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
د ام المؤمنین بي بي عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې: کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت د رفع کولو له ځای څخه راووت نو: «غُفْرَانَكَ» به یې ویل، یعنې اې ربه ماته بخښنه وکړه.
Explanation
Benefits
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر حالت کې له الله تعالی څخه بخښنه غوښتله.
د حاجت رفع کولو نه وروسته د بخښنې غوښتلو د سبب په اړه ویل شوي چې: تر څو د الله تعالی د شکر په ادا کولو کې تقصیر ونه شي، له دې نعمتونو څخه یې یو له بدن څخه د هغه څه راوتل دي چې انسان ته ضرر لري، او یا دا چې د هغه څه په اړه بخښنه غواړم چې ستا له ذکر څخه د حاجت رفع کولو پر مهال بوخت شوم.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

