له تشو متیازو ( بولو ) څخه ځان وساتئ، ځکه په عامه توګه د قبر عذاب له همدې څخه وي.
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: « له تشو متیازو ( بولو ) څخه ځان وساتئ، ځکه په عامه توګه د قبر عذاب له همدې څخه وي».
Explanation
Benefits
په بیړه وینځل او ترې ځان پاکول غوره دی، او له هغه حخه پاکوالی وروسته لدې چې پرې ککړ شي، تر څو د ځان سره پلیتي ونه ګرځوي، او د لمانځه پر مهال یې لرې کول واجب دی.
متیازې ناپاکه دي، کله چې بدن، جامو او یا ځای ته ورسیږي ناپاکه کوي یې؛ نو پدې سره لمونځ نه صحیح کیږي؛ ځکه چې د لمانځه له شرطونو څخه یو له نجاست څخه پاکوالی دی.
له متیازو څخه ځان نه ساتل له کبیره ګناهونو څخه دی.
د قبر د عذاب ثبوت، او دا په قرآن، سنت او اجماع سره ثابت دی.
په آخرت کې د بدلې ثبوت، د آخرت لومړی مرحله قبرونه دي، نو قبر: یا د جنت له باغچو څخه یوه باغچه او یا د دوزخ له کندو څخه یوه کنده ده.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

