HadeethEnc · 1.46.0
د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او باید چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عمرو بن سلیم الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه په ابو سعید شاهدي ورکوم چې هغه ویلي: زه په رسول الله صلی الله علیه وسلم شاهدي ورکوم چې هغه فرمایلي: «د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او باید چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې د جمعې په ورځ غسل کول لکه د یو واجب عمل په څېر پر هر بالغ مسلمان چې د جمعې لمونځ پرې فرض دی لازم دی. او دا چې په مسواک او یا بل څه سره خپل غاښونه پاک کړي. او دا چې یو ډول خوشبویي ولګوي.
03
Benefits
د جمعې په ورځ د هر بالغ مسلمان لپاره غسل کول په ټېنګه مستحب عمل دی.
پاکوالی او د بد بویۍ لرې کول د اسلامي شریعت له مخې د یو مسلمان لپاره اړین دي.
د جمعې د ورځې عظمت او د هغې لپاره تیاری نیول.
د جمعې په ورځ مسواک وهل ټینګ مستحب عمل دی.
د جمعې لمانځه ته له تللو وړاندې یو ډول خوشبویي لګول مستحب دي.
ښځه چې کله له کور څخه د لمانځه یا بل څه لپاره وځي نو خوشبویي لګول ورته روا ندي؛ ځکه په سنتو سره د دې کار حراموالی ثابت دی.
محتلم بالغ ته وایي او بلوغ په ځینو نښانو سره واقع کیږي چې په دریو نښانو کې ښځینه او نارینه سره ګډ دي. لومړۍ یې: د پنځلس کلنۍ عمر ته رسیدل، دویمه دا چې د شرمګاه خواوشا یې زیږ ویښتان راشنه شي، دریمه دا چې په خوب کې او یا شهوت سره ترې مني ووځي او څلورمه نښانه یې د ښځینه و لپاره ځانګړې ده چې هغه حېض دی، نو کله چې ښځه حېض شوه هغه بالغه ده.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares