د امت لپاره د مهمو درسونو د متن شرح
شرح كتاب الدروس المهمة لعامة الأمة
پښتو | البشتوية
«د امت لپاره د مهمو درسونو د متن شرح» په پښتو ژبه یو کتاب دی چې د دکتور هیثم سرحان له خوا تألیف شوی دی. دا کتاب د امام عبدالعزیز بن باز رحمه الله د «الدروس المهمة لعامة الأمة» شرح ده.
په دې کتاب کې د شرعي علومو مهم موضوعات راټول شوي دي، چې د فقهې له احکامو، عقیدې، سلوک او اسلامي اخلاقو سره تړاو لري، او د عامو مسلمانانو لپاره یې پېژندل مهم او ګټور دي.
مؤلف کتاب په نوې، ساده او منظمې طریقې ترتیب کړی، مطالب یې د جدولونو او بېلابېلو برخو په بڼه وړاندې کړي، کلي موخې او اجمالي معناوې یې بیان کړې دي، او د هرې برخې په پای کې یې پوښتنې او ازموینې ایښې دي، څو لوستونکي وکولای شي مطالب په اسانه توګه زده، تکرار او تثبیت کړي.
کتاب په لنډ او ګټور اسلوب لیکل شوی، پرته له داسې اختصار څخه چې مهمې فائدې له منځه یوسي، او پرته له داسې اوږدوالي څخه چې لوستونکی ستړی کړي.
#مهم_درسونه #دروس_مهمه #عقیده #فقه #اسلامي_اخلاق #اسلامي_زده_کړه #شرعي_علوم #ابن_باز #اسلامي_کتاب #هیثم_سرحان #HaythamSarhan #DrHaythamSarhan #MahadSunnah #Sunnah
sarhaan.com
mahadsunnah.com
اصول بشتو ???? دقبر ددري سوالونو شرح.
دامت لپاره د ضروري درسونو د متن شرح: په پښتو ژبه کي: دا کتاب دکتور هیثم سرحان تالیف کړي دي، او دا د امام ابن باز رحمه الله د (امت لپاره مهم درسونو ) د متن شرح ده، چه په دي کي دشرعي علومو هغه مجموعه راجمع کړي دي کوم چه د فقهي احکامو او عقیدي او سلوک سره تعلق دي، د کوم چه عامو مسلمانانو لپاره پیژندل ضروري دي.
مولف دا کتاب په نوي شکل باندي په جدولو او اقسامو کي راجمع کړي دي،او په دي کي کلي مقاصد او اجمالي معاني ذکر کړی دي، او او د هر قسم د ذکر کیدلو نه وروسته يي سوالونه او امتحان ایښي دي، او دا په ډیر ښایسته لنډ اختصار سره چه ویونکي نه ستړي کوي.