
📜د ژوند هدف څه دی؟
📜 ما هو الهدف من الحياة؟ (قصة ملحد) د ژوند هدف څه دی؟ اللغة : بشتو زما کیسه زما د پوهنتون په لومړي کال نه پیل کیږي. په ما باندې سږ کال له ډېرو ستونزو سره تېر شو . هغه داسې چې زما مور او پلار يو له بل سره جدا شول، او ماته ترافيکي پېښه وشوه ، او زما یو ملګری مړ شو. ما له ځانه وپوښتل چې ولې...
📜د ژوند هدف څه دی؟
📜 ما هو الهدف من الحياة؟ (قصة ملحد)
د ژوند هدف څه دی؟
اللغة : بشتو
زما کیسه زما د پوهنتون په لومړي کال نه پیل کیږي. په ما باندې سږ کال له ډېرو ستونزو سره تېر شو .
هغه داسې چې زما مور او پلار يو له بل سره جدا شول، او ماته ترافيکي پېښه وشوه ، او زما یو ملګری مړ شو.
ما له ځانه وپوښتل چې ولې زه دلته یم؟ او د ژوند هدف څه دی؟
او د ژوند په هدف کې مې شک پیل کړ، دا چې زه عیسوی يم، ما پلټنه پیل کړه .
نو زه د کلیسا کمپ ته لاړم او هرڅوک مې ولیدل چې داسې کلمې یې ویلې چې زه پرې نه پوهیدم.
نو ما له هغوی څخه ځینې پوښتنې وکړې چې زه يې ځورولم .
دوی انجیل ونه پرانیست چې ځواب يې راته ويلی وی.
بلکې هر یو تن خپل شخصي نظر راکړ.
ځوابونه له یو بل سره توپیر درلود، او ځینې وختونه به د یو کس نظر د بل کس نظر سره مخالف وه .
تر چې د إله په اړه د دوی تصورات عاجزه او يو بل سره متضاد او قانع کوونکي نه وو.
څنګه یو إله په صلیب ځړول کیږي او هغه ته زيان رسيږي؟
نو زه پوه شوم چې په عیسویت کې هم ډېر تاويلات شته دی
کله چې زه په پوهنتون کې وم ما د ګازو په یوه پمپ کې کار کاوه. زما یو همکار یو هندي هندو وو. نو ما ترې وپوښتل چې د هندوانو د خدای کیسه څه ده چې د فیل سر لري؟ آیا دا ممکنه نه وه چې د مثال په توګه، د زمري سر لرونکی خدای غوره کړئ؟ !
نو زما هندویزم خوښ نه شو .
او ما د نورو دينونو په اړه څېړنې ته دوام ورکړ. دا ځل زما پوښتنه د یهودي مذهب په اړه وه. له ډېرې څېړنې وروسته، ما د خدای په اړه د دوی تصور هم متضاد وموند. لکه په عیسویت کې د پادریانو تناقض.
نو ما په یهودیت کې هغه څه ونه موندل چې زه یې په لټه کې وم.
بالاخره ما بودیزم دين پلټنه وکړه .او فکر مې وکړ چې همدا به غوره کړم. کله چې ما په دې څېړنه کې ژوره کتنه وکړه، نو ما وموندله چې دا دين نه و. بلکې د ژوند کولو لپاره یوه زړه راښکونکې لاره.
یوه ورځ، زما یو ملګري له ما څخه د هغو مذهبونو په اړه وپوښتل چې ما یې څېړنه کړې وه. ما ورته وویل چې ما د عیسویت، هندویزم، یهودیت او بودیزم په اړه څیړنه کړې ده. هغه راته وویل: د اسلام په اړه دې څه څېړنه وکړه؟ ما وویل چې زه به د دوی د اسلام په اړه پلټنه ونه کړم. څه شی ما د دوی مذهب ته هڅوي؟
خو څه موده وروسته جومات ته ننوتم پرته له دې چې بوټان مې وباسم ، او د لمانځه له فرش څخه تېر شوم.
ما تقریبا د یو عبادت کوونکي په سر قدم کیښود.
بیا ما وکتل او شیخ مې وموند چې زما په لور روان و، موسکا یې کوله.
ښه ورځ ولرې زما ملګریه. څنګه یې ؟
د شیخ له دې ډول هرکلي وروسته
ما ترې وپوښتل. زه خپلې پوښتنې لرم چې ما مخکې کړې وې
هغه څه چې ما زه يې تو ټولو ډیر حیران کړم هغه دا وو چې کله به ما له دوی څخه پوښتنه کوله نو دوی به سمدلاسه ځواب رانکړ. دوی به قرآن کریم نیولی و ، او راته به یې ویل، "وروره دا ځای ولوله."
هلته به ما ځواب ومونده که څومره به سخته پوښتنه وه .
دوه اونۍ وروسته ما له یوه مسلمان څخه پوښتنه وکړه ، ولې ته خپل شخصي نظر نه راکوې؟" هغه راته وویل: کله چې موږ د الله تعالی د کلام په اړه خبرې کوو، زه نشم کولی خپل ځانګړی نظر ولرم، او دې کار زه ډیر اغیزمن کړم .
بیا مې د قرآن کریم یوه نسخه کور ته یوړه او لوستل مې پیل کړل.
ما وموندله چې دا د کیسې لوستلو په څیر نه وه بلکې زه یو څه لوستلم چې ما ته یې حکم او لارښوونه کوله.
یوه شپه زه کيناستم او د هغو حقایقو دليلونو په اړه مې فکر کاوه لکه غرونه چې میخونه دي. یا د مور په رحم کې د جنین وده.
او ومی ویل: يا الله ما ته هدايت وکړه.
زما حالت په بشپړه توګه بدل شو. ما احساس وکړ چې الله تعالی ماته لارښوونه وکړه ځکه چې دا کاینات د ښکلا او عالي ترکیب سره د خالق پرته نشي رامینځته کیدی.
نو ما پریکړه وکړه چې مسلمان شم او د شهادت کلمه ووایم.
وروسته له هغه چې ما دا وویل، ټوله ویره او شک زما له ذهن څخه وواته.
اوما د پلار سره زما د مهربانۍ چلند هغه دا درک کړه چې د اسلام په اړه حقیقت د هغو دروغو څخه توپیر لري چې په اړه یې خپریږي.
نو هغه له ما څخه د قرآن کریم غوښتنه وکړه
زه مطمين یم چې هغه به ډېر ژر د اسلام اعلان وکړي، ان شاء الله.

📜د ژوند هدف څه دی؟
Scan QR Code | Use a QR Code Scanner to fast download directly to your mobile device