أو لس شپی… د ذو الجی لس شپی. مونږ به د ذی الحجی د اولنيو لسو شپو استقبال سرنګه کوو.

بسم الله الرحمن الرحيم

أو لس شپی... د ذو الجی لس شپی.
مونږ به د ذی الحجی د اولنيو لسو شپو استقبال سرنګه کوو.

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
داسي ورځی نشته چی په هغی کی عمل الله پاک ته ډیر محبوب وی تر دی ورځو نه (یعني د ذی الحجی لس ورځی).
هغوی وویل: د الله په لاره کی جهاد کولو نه هم غوره دي؟
وی فرمايل: دالله په لاره جهاد کولو نه هم غوره دی .
الا مګر که یو إنسان وځی دخپل مال سره او بیا دی هم راستون نه شی (شهید شی) او مال يي هم راستون نه شی.

او نیک کارونو کی د عبادت ټول ډولونه شامل دی.
لکه: روژه. لمونځ. حج. ذکر. د الله سبحانه وتعالی تسبيح د قرآن کریم تلاوت په خیری کارونو کی مصرف کول او داسی نور.

پدی ورځو کی ډیر مؤكد أو غوره اعمال:
1- د لسمې ورځې پرته روژه: د رسول الله صلى الله عليه وسلم له ځينو مېرمنو څخه روايت دى، هغې وويل: رسول الله صلى الله عليه وسلم به د ذوالحجې نهه ورځې روژی نيولی.
او په ځانګړې توګه د عرفات په ورځ چې د دوو کلونو ګناهونه پری معاف کیږی.

۲- حج کول. چې په لسو ورځو کې تر ټولو غوره عمل دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "د قبول شوي حج ثواب له جنت پرته بل څه نشته".

۳- قرباني کول: ثابت سنت دي، او که څوک قرباني کول غواړي نو د ذوالحجې د مياشتي له پيل څخه د قربانۍ تر ذبحه پوري دي د ويښتانو او نوکانو له پري کولو څخه ډډه وکړي.

۴- ډېر تهليل، او تکبير او حمد ويل: د تکبیراتو لوستل داسي دي: (الله اكبر . الله اكبر . لا إله إلا الله والله اكبر . الله اكبر . ولله الحمد)
معنى: الله لوی دی، الله لوی دی، الله لوی دی، له الله پرته بل الله نشته، الله لوی دی او د الله جل جلاله ستاینه ده.